IQNA

قدس ته دانګلستان د سفارت د منتقلولو په احتمال د فلسطین  دکلیساګانو مشرانو غبرګون وښود

16:06 - October 11, 2022
د خبر لمبر: 3486312
ایکنا-(تهران)په قدس کې د فلسطینیو کلیساګانو دمشرانو شورا نیواکي قدس ته د انګلستان د سفارت  دمنتقلولو په احتمال خپله سخته اندیښنه وښودله.

ایکناخبری آژانس د ټي آر ټي  له قوله راپور راکړ، د  فلسطین د مسیحیانو د چارو د لوړ مرجع په توګه د لوړو پوړو پادریانو او پاتریارکانو جوړه د فلسطین د کلیساګانو دمشرانو شورا نیواکي قدس ته د  انګلستان د منتقلولو په باب د انګریز لومړۍ وزیرې په وروستیو څرګندونو خپله سخته  اندیښنه څرګنده کړه.

ددغې شورا په  وروستۍ اعلامیې کې راغلی دي مونږ،یعني  په قدس کې د کلیساګانو دپادریانو او  پاریارکانو  شورا،نیواکي قدس ته د انګلستان دسفارت د منتقلولو دارزونې لپاره له خپله حکومته  د انګریزلومړۍ وزیرې لیزتراس وروستۍ غوښته ،په جدي انديښنې سره تعقیبوو.

 په دغې ا علامیې کې زیاته شوې ده ، دغه غوښته د ؛اسرائيلي دوستانو د هغې محافظه کارو ډلې غوښتې ته په ځواب کې  مطرح شوې  ده چې په نیواکي قدس کې نوي ځاي ته له تل ابیبه د سفارت په منتقلولو پسې دي.

ددغې شورا مشرانو ټينګار کړی، دمونږ  په مقدس ښار کې د غږملتیا  اوپه درستې نړۍ کې ددیني ټولنو ترمینځ  دښو اړیکو دساتلو لپاره  په قدس کې د موجوده دیني وضعیّت ساتل ضروري دي.

تیره میاشت ټيلګراف ورځپاڼې د  انګریز زوړپالې لومړی وزیرې  د ویندوی له قوله  وئيلي وو،لیزاترس له تل اببیبه قدس ته د دغه هیواد دسفارت د  منتقلولوپه ارزولو بوخته ده.

د نړۍ تقریبا زیاتره هیوادونه ، قدس ته دخپلو سفارتونو له منتقلولو ډډه کوي ،خو امریکا  ډونالډټرمپ په وخت کې  او هندوراس ،ګوئيټیمالا،کوزوو  هم له دغه هیواده په پیروۍ سره  خپل سفارتونه  قدس ته منتقل کړي دي،یو داسې اقدام  چې د اسلامی او عربو هیوادونو له خوا ډير زیات رټل شوی او نیوکې پرې شوي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4091092/%D9

captcha